د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، په کابل کې په نننۍ چاودنه کې چې د خوشحال خان مېنې په سیمه کې شوې، نهه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
مسعود اندرابي نن د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل: "په دغه چاودنه کې زموږ نهه ملکي هېوادوال شهیدان شوي. تر اوسه د ۲۰ تنو ټپیانو راپور ورکړل شوی چې ټول ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي دي. په ټپیانو کې په کابل کې د ولسي جرګې یو وکیل خان محمد خان وردګ هم شامل دی او وضعیتیې ښه دی."
ښاغلي اندرابي دا یو موټربم چاودنه وبلله چې ویل کېږي هدفیې د ولسي جرګې غړی خان محمد خان وردګ و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه برید په اړه نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو په وروستیو درې میاشتو کې ۳۷ انتحاري حملې او ۵۱۰ چاودنې ترسره کړي چې نږدې ۵۰۰ ملکیانیې وژلي او له ۱۰۵۰ زیاتیې ټپیان کړي دي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د کابل د ننني برید مسؤلیت نهدی اخیستی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21341
الكلمات: